لیکوال: قاری محمد یوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 1
له سیمې نه په تازه رارسیدلي خبر کې ویل شوي دکندهار ولایت ژړۍ ولسوالي کې میشت دبهرنیو اشغالګرو ځواکونو او داخلي عسکرو پر لوي پوځي مرکز په استشهادي برید کې دګډ دښمن لسګونه عسکر وژل شوي او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي دي.
خبر زیاتوي په قرارګاه کې دننه دلوې لارۍ موټر بمي چاودنې چې زرګونه کیلو ګرامه قوي پرمختللي منفجره مواد پکې بار وو، دروند ځاني او مالي زیان اړولی،له سیمې نه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي دموټر بم چاودنه دومره قوي او ستره وه چې له امله یې په قرارګاه کې دننه دعسکرو داوسیدلو وطاقونه او خیمې په بشپړ ډول لمنځه وړې.
په ژړۍ کې دیرغلګرو ځواکونو دا مرکز چې داستشهادیانو له لوري په نښه شوی په سیمه کې ددښمن ترټوله ستره پوځي اډه بلل کیږي ، په دې وروستیو کې دکندهار دمربوطاتو ډیری پوځي قرارګاوې دې مرکز ته رانتقا ل شوې وي او پوځي پرسونل یې دلته اوسیده.
په سیمه کې عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي دموټر بم دچاودنې اواز دومره قوي وو چې تر ډیرلر ي پورې یې اواز اوریدل شوی، عیني شاهدانو ویلي اوس مهال دپیښې له ځايه داور لوخړې پورته کیږي او دسپکو وسلو د ډزو اوازونه اوریدل کیږي ،سیمه دامنیتي عسکرو له لوري محاصره شوې هیڅ څوک نیژدي نه پریږدي چې دپيښې ځای له نیزدې وګوري
پر بهرنیو ځواکونو دا ستره حمله درې ورځې له هغه برید ورسته ترسره کیږي چې په کابل کې په یرغلګرو ځواکونو پوري تړلو بهرنیانو باندی ترسره شوه او تر ۲۹تنو زیات بهرنیان پکې ووژل شول.
په دې وروستیو کې دکندهار دژړۍ ولسولۍ برید ترټولو ستر برید دي چې په اشغالګرو ځواکونو او داخلي عسکرو ترسره کیږي .
افغانستان